د ایران سپاه پاسداران ادعا کوي چې سمندري ځواکونو یې د هرمز په تنګي کې د امریکا یوه Remus 600 بېپیلوټه سمندري وسیله نیولې ده.
سپاه وايي، دغه وسیله په سیمه کې د «جاسوسۍ» لپاره کارول کېده او د یوې «پیچلې او همغږې» عملیاتو په ترڅ کې نیول شوې ده.
د سپاه په وینا، دغه وسیله اوس د ایراني کارپوهانو په واک کې ده او د هغې د معلوماتو د څېړلو بهیر روان دی.
تر دې دمه امریکايي چارواکو د ایران د دې ادعا په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي او د خپرو شویو انځورونو کرهوالی هم په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.

