هند له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې د روغتیايي توکو یوه نوې جوپه کابل ته لېږلې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال ویلي، په دې مرسته کې د کابل یوه دولتي روغتون لپاره ژوند ژغورونکي درمل او طبي مصرفي توکي شامل دي.
جېسوال په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې افغانانو سره د هند بشري مرستې دوام لري او روغتیا د افغانانو لپاره د هند د بشري مرستو په مرکز کې ځای لري.
هند تر دې مخکې هم له افغانستان سره د درملو، واکسینونو، غنمو او نورې بشري مرستې کړي.

