یکشنبه, سپتمبر 27, 2026
Homeافغانستاند طالبانو ځایي چارواکي: نورستان کې ۲۸ وسله‌وال وژل شوي

د طالبانو ځایي چارواکي: نورستان کې ۲۸ وسله‌وال وژل شوي

د طالبانو حکومت د نورستان د والي ویاند محمد حسن ثاقب ویلي، د دغه ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د طالب ځواکونو په عملیاتو کې ۲۸ وسله‌وال وژل شوي.

د نوموړي په وینا، ۳۲ تنه نور ژوندي نیول شوي دي.

محمد حسن ثاقب زیاته کړې چې په ژوندیو نیول شویو کسانو کې یو شمېر په ټپي حالت کې نیول شوي او ځینې په خپله خوښه تسلیم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت امنیتي سرچینو تېره ورځ خبر ورکړی و چې کامدېش ولسوالۍ ته له پاکستانه را اوښتونکو وسله‌والو پر ضد یې عملیات کړي چې ګڼ کسان په کې وژل شوي او یو شمېر ژوندي نیول شوي دي.

بل لور د ازادۍ په نوم جبهې ویلي و چې په نورستان کې یې د طالبانو سره نښتې کړي او یو شمېر پوستې یې نیولي او تجهیزات یې ترلاسه کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here