د اروپايي ټولنې د انرژۍ کمېشنر ډان یورګنسن خبرداری ورکړی چې د ایران د جګړې له امله د تېلو او ګازو په بازارونو کې ګډوډۍ ښايي اروپا د انرژۍ د بیو له بحران سره مخ کړي.
یورګنسن د اروپايي هېوادونو د انرژۍ وزیرانو ته په یوه لیک کې ویلي چې اوس اروپا د «د اکمالاتو د بحران له امله بیو له بحران سره» مخ ده.
هغه ویلي، اروپايي ټولنه د ۲۰۲۱ کال د ژمي په پرتله چې روسیې اروپا ته د ګازو صادرات کم کړي وو، اوس ښه چمتووالی لري، خو هېوادونه باید د راتلونکي ژمي لپاره چمتووالی نور هم زیات کړي.
د اروپايي ټولنې د انرژۍ کمېشنر له غړو هېوادونو غوښتي چې د ګازو د زېرمو د ډکولو لپاره اقدامات دوامداره وساتي او د اړتیا په صورت کې د ګاز او برېښنا مصرف راکم کړي.

