شنبه, سپتمبر 26, 2026
Homeافغانستانکامدېش کې د نښتو ادعاوې؛طالبان او د آزادۍ جبهه خپل جلا روایتونه...

کامدېش کې د نښتو ادعاوې؛طالبان او د آزادۍ جبهه خپل جلا روایتونه وړاندې کوي

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د طالبانو او د افغانستان د آزادۍ جبهې په نوم ډلې ترمنځ د نښتو په اړه دواړو لورو بېلابېلې ادعاوې کړي.

د افغانستان د آزادۍ جبهې په نوم ډلې ویلي چې د دوی ځواکونو د نورستان کامدېش ولسوالۍ کې د طالبانو پر مواضعو بریدونه کړي، ځینې پوستې یې نیولي او طالبانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

دغې جبهې ویلي چې په نښتو کې د طالبانو له لوري بې‌پیلوټه الوتکې هم کارول شوې وې او د دوی ځواکونو یو شمېر تجهیزات ترلاسه کړي دي.

بل لور، د طالبانو حکومت اړوند سرچینو ادعا کړې چې په نورستان کې یې د عملیاتو پر مهال یو شمېر وسله‌وال نیولي.

د سرچینو په وینا، یاد وسله‌وال د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري روزل شوي وو.

نیول شويو کسان په لومړنیو تحقیقاتو کې اعتراف کړی چې له ایران او نورو هېوادونو پاکستان ته انتقال شوي، هلته روزنه ورکړل شوې او وروسته افغانستان ته د فعالیتونو لپاره استول شوي دي.

د طالبانو اړوند سرچینو ویلي چې په نیول شوو کسانو کې ځینې هغه کسان هم شامل دي چې د جمهوري نظام پر مهال په امنیتي او پوځي لیکو کې وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here