چهارشنبه, اکتوبر 14, 2026
Homeافغانستاننیویارک کې د پي‌ټي‌اېم غړو د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته...

نیویارک کې د پي‌ټي‌اېم غړو د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته د احتجاج په ترڅ کې د پښتنو لپاره غږ پورته کړ

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د امریکا څانګې ویلي چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د مرکزي دفتر مخې ته یې پراخ لاریون کړی او د پښتنو د حقونو، آزادۍ او حساب ورکونې غوښتنې یې مطرح کړې دي.

پي ټي اېم وايي، خپل شکایت یې ملګرو ملتونو ته سپارلی او په تصویب شوې اعتراضي پرېکړه کې یې پر پښتنو د پاکستان د «بریدونو او سرغړونو» غندنه کړې ده.

دغه غورځنګ د خپل بیان له مخې، د پېښو په اړه د خپلواکو نړیوالو څېړنو او د مسوولو کسانو د حساب ورکولو غوښتنه کړې او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې د بشري حقونو په برخه کې عملي اقدامات وکړي.

پي ټي اېم زیاته کړې چې نه غواړي د پښتنو د وژل شویو کسانو پېښې هېرې شي او نه هم د ورک شوو کسانو برخلیک بې‌ځوابه پاتې شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here