جمعه, سپتمبر 25, 2026
Homeټکنالوژيټرمپ او د ټکنالوژۍ مشران د مصنوعي ځیرکتیا په اړه غونډه کوي

ټرمپ او د ټکنالوژۍ مشران د مصنوعي ځیرکتیا په اړه غونډه کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استازو جرګې مشر مایک جانسن او د ټکنالوژۍ لویو شرکتونو مشران به د سپټمبر په ۲۹مه د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په اړه په یوه غونډه کې ګډون وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، په دې غونډه کې به د مصنوعي ځیرکتیا د چټک پرمختګ، د دې ټکنالوژۍ د فرصتونو او احتمالي خطرونو او د حکومت د رول په اړه خبرې وشي.

راپور وايي، د ټکنالوژۍ د برخې مشران او امریکايي چارواکي د مصنوعي ځیرکتیا د تنظیم او پراختیا په اړه بېلابېل نظرونه لري.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او چین د دې برخې د پرمختګ لپاره سیالي کوي.

ټرمپ مخکې ویلي وو چې امریکا د مصنوعي ځیرکتیا لپاره د نویو پراخو قوانینو اړتیا نه لري، خو د دې ټکنالوژۍ د پراختیا پر مهال یې د احتیاط پر اړتیا ټینګار کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here