چهارشنبه, اکتوبر 14, 2026
Homeافغانستانبلخي د امریکا سفارت ته: د افغان سرچینې په نوم د نیول...

بلخي د امریکا سفارت ته: د افغان سرچینې په نوم د نیول شویو نشه‌يي توکو یادول بې‌بنسټه ادعا ده

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په پاکستان کې د امریکا سفارت له لوري د نیول شویو مصنوعي نشه‌يي توکو «افغان سرچینې» په نوم یادول رد کړي دي.

بلخي په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، هغه ادعا چې د امریکا سفارت په اسلام‌اباد کې کړې، بې‌بنسټه او سیاسي انګېزه لرونکې ده.

نوموړي ویلي، د طالبانو حکومت د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق پر وړاندې بشپړ بندیز لګولی دی.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا سفارت په اسلام‌اباد کې ویلي وو، د امریکا او پاکستان د ګډو هڅو له لارې ۴۶۳ کیلوګرامه مصنوعي نشه‌يي توکي نیول شوي چې افغان سرچینې پورې تړاو لري او سریلانکا ته لېږدول کېدل.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here