پنجشنبه, سپتمبر 24, 2026
Homeټکنالوژيایلن ماسک: په ۲۰ کلونو کې به د انسان‌نما روبوټونو شمېر ۱۰۰...

ایلن ماسک: په ۲۰ کلونو کې به د انسان‌نما روبوټونو شمېر ۱۰۰ میلیاردو ته ورسېږي

د ټېسلا اجرائیوي مشر ایلن ماسک اټکل کړی چې په راتلونکو لسو کلونو کې به په نړۍ کې لږ تر لږه یو میلیارد انسان‌نما روبوټونه فعال وي.

ماسک ویلي، که د روبوټونو شمېر د چټکې ودې په اوسني مسیر کې زیات شي، ښايي دا شمېر په ۱۵ کلونو کې ۱۰ میلیاردو او په ۲۰ کلونو کې ۱۰۰ میلیاردو ته ورسېږي.

د هغه په وینا، خلک به په راتلونکي کې له شخصي روبوټونو څخه د بېلابېلو چارو لپاره کار واخلي؛ له دندو او ورځنیو کارونو نیولې، د زړو والدینو د پاملرنې، د ماشومانو د څارنې او د ماشومانو د شخصي ښوونکي تر دندې پورې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here