پنجشنبه, سپتمبر 24, 2026
Homeافغانستانمسلمیار: د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری...

مسلمیار: د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری دی

د افغانستان د مشرانو جرګې پخواني رئیس فضل هادي مسلمیار پر کونړ، کندهار، خوست، پکتیا او پکتیکا د پاکستان د پوځي رژیم هوايي بریدونه په سختو ټکو غندلي دي.

مسلمیار په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دغو بریدونو کې د بې‌ګناه ملکي وګړو کورونه په نښه شوي او یو شمېر هېوادوال پکې شهیدان او ټپیان شوي دي.

نوموړي دغه بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری بللی او ویلي یې دي چې دا ډول خپلسري بریدونه د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف دي.

مسلمیار له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د پاکستان له پوځي رژیم څخه د دغو هوايي بریدونو په اړه پوښتنه وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here