پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله ایکس پاڼه کې ویلي چې پاکستان یو ځل بیا د افغانستان پر کندهار، خوست او پکتیا هوايي بریدونه کړي دي.
کرزي د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې له افغانستان سره د ښې ګاونډیتوب لاره غوره کړي او خپلې اړیکې له افغانستان سره په متمدنانه توګه تنظیم کړي.
نوموړي زیاته کړې چې افغانان، له هر ډول توپیر پرته، د پاکستان د بریدونو پر وړاندې متحد ولاړ دي.

