جمعه, سپتمبر 25, 2026
Homeافغانستانمجاهد: پاکستاني پوځي رژیم پر کندهار، پکتیا او خوست بیا هوايي بریدونه...

مجاهد: پاکستاني پوځي رژیم پر کندهار، پکتیا او خوست بیا هوايي بریدونه کړي

د طالبانود حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، پاکستاني پوځي رژیم تېره شپه یو ځل بیا د کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

مجاهد دغه بریدونه «ښکاره تجاوز او جنایت» بللی او ویلي یې دي چې په بریدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د پاکستاني پوځ د دغو بریدونو پر وړاندې به «مناسب او پرېکنده ځواب» ورکړل شي.

د طالبانو د حکومت ویاند زیاته کړې چې پاکستان د خپلو بریدونو د توجیه لپاره له افغانستانه د ډرون الوتکو د ور اوښتو ادعا کړې او ویلي یې دي چې دغه ډول «بې‌محاسبې او کرکجن اقدامات» به د افغانانو غوسه راوپاروي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here