چهارشنبه, اکتوبر 14, 2026
Homeافغانستانفضلي: د بهرنیانو دروازې مه ټکوئ؛ ولسي انسجام ته اړتیا ده

فضلي: د بهرنیانو دروازې مه ټکوئ؛ ولسي انسجام ته اړتیا ده

د افغانستان د پخواني حکومت د چارو ادارې رئیس فضل‌ محمود فضلي د پاکستان وروستیو هوایي بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، افغانستان اوس د «انزوا او پروټکټریت» له داسې وضعیت سره مخ دی چې ان د شاه شجاع د واکمنۍ پر مهال هم نه و.

فضلي په یوه ټویټ کې ادعا کړې چې له واشنګټن، مسکو او بروکسل نیولې، د پاکستان د بمباریو او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې د دغه هېواد د اقداماتو توجیه کېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې د بهرنیو هېوادونو پر ځای باید د افغانستان دننه ولسي انسجام ته لومړیتوب ورکړل شي او ویلي یې دي: «د بهرنیانو دروازې مه ټکوئ!»

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here