یکشنبه, سپتمبر 27, 2026
Homeبشري حقونهاسپانیا لومړي وزیر په غزه کې د اسرائیلو کړنې «نسل‌وژنه» وبلله

اسپانیا لومړي وزیر په غزه کې د اسرائیلو کړنې «نسل‌وژنه» وبلله

په ملګرو ملتونو کې د غزې د جګړې په اړه د څرګندونو او نیوکو په دوام؛ د اسپانیا لومړي وزیر پېدرو سانچېز هم د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې په غزه کې د اسرائیلو کړنې په کلکه وغندلې او ویې ویل چې اسپانیا یې «نسل‌وژنه» بولي.

سانچېز وویل، اسپانیا له تېرو اتو کلونو راهیسې د هر ډول تېري له جګړو سره مخالفت کړی، که هغه په اوکراین، لبنان یا ایران کې وي.

نوموړي زیاته کړه چې اسپانیا د روسیې پر وړاندې د بندیزونو، د بنیامین نتنیاهو د حکومت پر وړاندې د وسلو د بندیز او د نړیوال قانون خلاف د بریدونو لپاره د خپلې خاورې د کارولو د مخنیوي ملاتړ کړی دی.

هغه ټینګار وکړ چې اسپانیا په څرګندو ټکو هغه څه غندي چې په وینا یې، د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو یې لا هم په غزه کې ترسره کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here