چهارشنبه, سپتمبر 23, 2026
Homeامنیتسهیل افریدي: زموږ استازي په نښه کېږي خو موږ به لا هم...

سهیل افریدي: زموږ استازي په نښه کېږي خو موږ به لا هم خپلو سوله‌ییزو اعتراضونو ته دوام ورکړو

د خیبر پښتونخوا اعلیٰ وزیر سهیل افریدي ادعا کړې چې په تېرو څو ورځو کې په ملکي جامو کې کسانو د ایالتي حکومت پر وزیرانو، د ګوند پر فعالانو او منتخب استازو بریدونه او د هغوی د نیولو هڅې کړې دي.

افریدي ویلي، د مواصلاتو او ودانیزو چارو وزیر شکیل خان د وژنې او تښتولو هڅه شوې، خو ناکامه شوې ده. د هغه په وینا، په مردان کې د ملي اسمبلۍ غړی فضل خان تښتول شوی او د فخر جهان پر کور هم نامعلومو کسانو برید کړی دی.

هغه د خیبر پښتونخوا د تګ راتګ د لارو د تړل کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او پوښتنه یې کړې چې ایا دا خو به د پاکستان له نورو برخو د ایالت د بېلولو کومه هڅه نه وي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر له دولتي چارواکو وغوښتل چې د هغو ادارو غیرقانوني امرونه ونه مني چې د ایالتي حکومت له لارښوونو بهر وي.

نوموړي همداراز وویل چې د سوله‌ییز اعتراض حق به وکاروي او د خپلو غوښتنو لپاره به اعتراضونو ته دوام ورکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here