چهارشنبه, سپتمبر 23, 2026
Homeافغانستاند هلمند کجکي ولسوالۍ کې ۸۷۱ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو...

د هلمند کجکي ولسوالۍ کې ۸۷۱ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو زمینه برابره شوه

د هلمند د کجکي ولسوالۍ په څلورو کلیو کې د څښاک پاکو اوبو څلور شبکې بشپړې او د سیمې اوسېدونکو ته وسپارل شوې چې ورسره ۸۷۱ کورنیو پاکو اوبو ته لاسرسی وموند.

د اوبو د دغو شبکو چارې د یونیسف په مالي ملاتړ د څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي.

په لوی پله، اب‌دار، بيبانک او ده‌بابا کلیو کې د پروژې په ترڅ کې څلور څاه‌ګانې او څلور د اوبو زېرمې جوړې شوې دي. همداراز د اوبو د لېږد لپاره ۱۵ زره او ۳۲۴ متره پایپونه غځول شوي دي.

په دې شبکه کې ۸۵ لمریزې تختې او ۴۲۲ نلکۍ هم نصب شوې دي، څو د یادو کلیو اوسېدونکو ته د پاکو اوبو د رسولو زمینه برابره شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here