د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال په غزه کې روان وضعیت «د شرم وړ» وباله او د بشري مرستو د رسېدو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
مکرون وویل، که نړیواله ټولنه د غزې د وضعیت په اړه بېعمله پاتې شي، نو اعتبار به یې تر پوښتنې لاندې راشي.
هغه زیاته کړه چې که څه هم ځینې د سولې د رامنځته کېدو خبره کوي، خو لا هم غزې ته د بشري مرستو د رسولو ستونزې نه دي هوارې شوې.
د فرانسې ولسمشر د امریکا او اسراییلو له لوري د ایران پر ضد جګړې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې هرمز تنګی باید د فشار راوړلو لپاره ونه کارول شي.
مکرون ټینګار وکړ چې د هرمز تنګي بېرته پرانیستل د نړیوالې سوداګرۍ او انرژۍ د ثبات لپاره مهم لومړیتوب دی.

