چهارشنبه, سپتمبر 23, 2026
Homeافغانستاند برېټانیا د افغان عملیاتو څېړنه کې ۹۷ میلیونه نوي اسناد موندل...

د برېټانیا د افغان عملیاتو څېړنه کې ۹۷ میلیونه نوي اسناد موندل شوي

په افغانستان کې د بریټانیا د ځانګړو ځواکونو د احتمالي ناقانونه وژنو په اړه روانه خپلواکه څېړنه ښايي د هغو ۹۷ میلیونو نویو اسنادو له امله له نور ځنډ سره مخ شي چې د بریټانیا دفاع وزارت تازه موندلي دي.

د دفاع وزارت حقوقي ټیم په یوه لیک کې ویلي چې دغه اسناد د معلوماتو په یوه لویه مجموعه کې موجود وو او تر دې مخکې داسې اټکل شوی و چې ډېری مواد یې د روانې څېړنې له موضوع سره تړاو نه لري. اوس څرګنده شوې چې د دغې مجموعې یوه برخه ښايي د څېړنې اړوند وي.

د څېړنې اداره وايي، د سپټمبر په ۲۵مه به علنۍ غونډه ترسره شي او له دفاع وزارت به د دې موضوع په اړه وضاحت او ډاډ وغوښتل شي چې له څېړنې سره تړلي ټول مهم اسناد ژر وپېژندل او څېړنې ته وسپارل شي.

دا خپلواکه څېړنه په ۲۰۲۳ کال کې د بریټانیا د حکومت له لوري پیل شوې او د ۲۰۱۰ کال له نیمایي تر ۲۰۱۳ کال پورې په افغانستان کې د بریټانوي ځانګړو ځواکونو د توقیفي عملیاتو پر مهال د احتمالي ناقانونه کړنو د ادعاوو څېړنه کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here