چهارشنبه, سپتمبر 23, 2026
HomeUncategorizedد اسلامي همکاریو سازمان: له افغانانو سره د عملي همکاریو دوام ته...

د اسلامي همکاریو سازمان: له افغانانو سره د عملي همکاریو دوام ته ژمن یو

د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د افغانستان په اړه د تماس ډلې په ناسته کې له افغانانو سره د بشري او پراختیايي مرستو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له افغانستان سره به د عملي همکاریو او تعامل لړۍ روانه ساتي.

د OIC د معلوماتو له مخې، د تماس ډلې غړو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې د افغانستان وروستی بشري او پراختیايي وضعیت او د نړیوال غبرګون د پیاوړتیا لارې چارې وڅېړلې.

د دغه سازمان سرمنشي، اسماعیل ولد شیخ احمد، ویلي چې له افغانستان سره تعامل او عملي همکاري د افغانانو د ګټو د خوندي کولو او د بشري فعالیتونو د دوام لپاره مهم دي.

هغه همداراز په کابل کې د OIC د ماموریت او ساحوي دفتر فعالیتونو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې دغه دفتر په ځانګړي ډول د نجونو د زده‌کړو، روغتیا او ټولنیز یووالي په برخو کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، د تماس ډلې په دې ناسته کې د افغانستان د بشري او پراختیايي وضعیت ترڅنګ، له افغانانو سره د نړیوالې همکارۍ د لا پیاوړتیا پر لارو چارو هم بحث کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here