د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود د حوثي ځواکونو له لوري د مکې مکرمې د هدف ګرځولو د هڅې غندنه کړې او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات د سپېڅلو ځایونو حرمت ته زیان رسوي او د نړۍ د مسلمانانو احساسات پاروي.
دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې سعودي عربستان څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، د دغه هېواد هوايي دفاعي ځواکونو د یمن د حوثيانو یو ډرون د مکې مکرمې په سوېل کې له دې مخکې شنډ کړی چې د ښار محدودې هوايي سیمې ته ورسېږي.
د مکې مکرمې موضوع د اسلامي نړۍ په کچه حساسه بلل کېږي او د سعودي په ګډون یو شمېر اسلامي هېوادونو او سازمانونو د دې پېښې په اړه غبرګونونه ښودلي دي.

