دوشنبه, سپتمبر 21, 2026
Homeامنیتپېښور کې د خیبر پښتونخوا د عامې روغتیا وزیر فضل شکور د...

پېښور کې د خیبر پښتونخوا د عامې روغتیا وزیر فضل شکور د وسله والو له لوري تښتول شوی

د پاکستان په پېښور کې د خیبر پښتونخوا عامې روغتیا وزیر فضل شکور خان د نامعلومو وسله والو له لوري د تښتول کېدو ادعا شوې ده.

د راپورونو له مخې، نقاب‌پوښو کسانو د نوموړي موټر درولی او د موټر پر ټایرونو یې ډزې کړې دي. ویل کېږي، فضل شکور وروسته نامعلوم ځای ته وړل شوی دی.

د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ چارواکو هم د پېښې په تړاو د «تښتونې» اصطلاح کارولې، خو د عاملینو د هویت په اړه لا کره رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here