دوشنبه, سپتمبر 21, 2026
Homeافغانستانیوناما: په کونړ هوايي بریدونو کې درې ملکي وګړي وژل شوي او...

یوناما: په کونړ هوايي بریدونو کې درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور ټپیان دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي د کونړ ولایت په یوه سیمه کې د سپټمبر د ۲۱مې په لومړیو ساعتونو کې د هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

یوناما په یوه ټویټ کې ویلي، په وژل شویو کې یو سړی، یوه ښځه او یوه نجلۍ شامل دي او په پېښه کې څلور نور کسان ټپیان شوي دي.

دغه سازمان ویلي چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې یې په افغانستان کې د پولې پورې غاړې وسله‌والو تاوتریخوالو له امله له ۱۱۰۰ د زیاتو ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو پېښې ثبت کړې دي.

یوناما له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې د نړیوال بشري قانون درناوی وکړي او د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here