دوشنبه, سپتمبر 21, 2026
Homeافغانستاند ستانکزي غبرګون؛ هغه لړمان چې پاکستان روزلي، اوس یې باید خپله...

د ستانکزي غبرګون؛ هغه لړمان چې پاکستان روزلي، اوس یې باید خپله مهار کړي

د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت شورا رئیس معصوم ستانکزي پر افغانستان د پاکستان وروستیو هوایي بریدونو ته غبرګون ښودلی او د افغانانو پر کورونو بمبار او د ملکي وګړو په نښه کول یې لویه تېروتنه او جفا بللې ده.

ستانکزي د افغانستان په اړه د پاکستان پر تګلارو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې اسلام‌اباد تل «ناکامه او له دښمنۍ ډک سیاست» تعقیب کړی دی.

نوموړي په یوه ټویټ کې ویلي، د پاکستان د دغو سیاستونو پایلې د دواړو هېوادونو ولسونو ته زیان رسولی دی.

ستانکزي زیاته کړې، هغه لړمان چې پاکستان روزلي، اوس یې باید خپله مهار کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here