د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، ناروې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۵ میلیونه نارویژي کرون چې شاوخوا ۱.۶۳ میلیونه امریکايي ډالر کېږي، مرسته کړې ده.
اوچا د ناروې له دې مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې دغه بودجه به په افغانستان کې د اړمنو خلکو لپاره د بشري مرستو د دوام په برخه کې ولګول شي.

