دوشنبه, سپتمبر 21, 2026
Homeافغانستانمجاهد: د پاکستاني پوځ د تجاوز او جنایت مناسب ځواب به ورکړو

مجاهد: د پاکستاني پوځ د تجاوز او جنایت مناسب ځواب به ورکړو

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تایید کړې چې پاکستاني پوځ تېره شپه د افغانستان پر کنړ او پکتیکا ولایتونو هوايي بریدونه کړي چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

مجاهد په خپله اېکس پاڼه لیکلي، په کنړ کې د دغو بریدونو له امله یوه ښځه او دوه نارینه وژل شوي او دوه ښځې او دوه نارینه ټپیان شوي دي چې ټول قربانیان ځایي ملکي اوسېدونکي دي.

د نوموړي په وینا، په پکتیکا کې هم یو کور او یو سیمه‌ییز دوکان په نښه شوی، خو ځاني زیان نه لري.

مجاهد دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دا د ملکي وګړو پر وړاندې د «تجاوز او ظلم» دوام دی او دوی به یې په مناسب وخت ځواب ورکړي.

هغه ادعا کړې چې پاکستاني پوځي کړۍ د خپلو کورنیو امنیتي ستونزو د پام اړولو لپاره دا ډول اقدامات کوي.

تر اوسه د پاکستان حکومت او پوځ پر افغانستان د وروستیو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here