یکشنبه, سپتمبر 20, 2026
Homeافغانستانحبیب‌الرحمن سیاف: د دعوت پوهنتون د رهبرۍ بدلون سیاسي اقدام دی

حبیب‌الرحمن سیاف: د دعوت پوهنتون د رهبرۍ بدلون سیاسي اقدام دی

د جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف زوی او د دعوت پوهنتون پخوانی استاد حبیب‌الرحمن سیاف ایلم نیوز ته ویلي چې د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د دغه پوهنتون لپاره د لنډمهالې رهبرۍ ټاکل د پوهنتون د ادارې د بدلون هڅه ده.

سیاف ویلي، که د دعوت پوهنتون موضوع یوازې حقوقي دعوه وی، نو د پوهنتون د رهبرۍ د بدلون اړتیا نه وه او قضیه یې باید د قانوني بهیر له لارې تعقیب شوی وی.

نوموړي زیاته کړې چې دعوت پوهنتون یو علمي او اداري بنسټ دی او چارې یې باید له سیاسي موضوعاتو جلا وساتل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here