د تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره تړلو سرچینو ادعا کړې چې د پاکستاني ځواکونو او د دې ډلې ترمنځ نښتې د دویمې پرلهپسې ورځې لپاره هم په څو سیمو کې روانې دي چې له امله یې یو شمېر کورنۍ له خپلو سیمو وتلو ته اړې شوي دي.
د ستار مندن، ګواکي، اورمګي، کندلي، ټنډوري او جوسو سیمو کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو وروسته د خلکو د بېځایه کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
تر اوسه د بېځایه شویو کورنیو دقیق شمېر او د نښتو له امله د مرګژوبلې په اړه د خپلواکو سرچینو له لوري جزییات نه دي خپاره شوي.

