یکشنبه, سپتمبر 20, 2026
Homeټکنالوژيټرمپ د مصنوعي ځیرکتیا لپاره د ځانګړي ځواک او مشر د جوړولو...

ټرمپ د مصنوعي ځیرکتیا لپاره د ځانګړي ځواک او مشر د جوړولو اعلان کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د پراختیا او مدیریت لپاره به یو ځانګړی ځواک جوړ کړي او د دې برخې لپاره به یو ځانګړی مشر وټاکي.

ټرمپ ویلي، د «AI Force» په نوم به دغه ځواک جوړ شي او د مصنوعي ځیرکتیا د چارو لپاره به یو «AI Czar» یا ځانګړی مسؤول وټاکي، خو تر اوسه یې د دې ادارې د جوړښت، صلاحیتونو او دندې په اړه جزییات نه دي ورکړي.

هغه ویلي، امریکا باید د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې خپل مخکښ رول وساتي او د دې ټکنالوژۍ له پرمختګ ملاتړ وکړي.

دا اعلان په داسې حال کې شوی چې په امریکا او نړۍ کې د مصنوعي ځیرکتیا د چټک پرمختګ، د هغې د فرصتونو او احتمالي خطرونو په اړه بحثونه روان دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here