یکشنبه, سپتمبر 20, 2026
Homeامنیتفیدان: سعودي عربستان دې د امریکا او ایران له شخړې بې طرفه...

فیدان: سعودي عربستان دې د امریکا او ایران له شخړې بې طرفه وساتل شي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، سعودي عربستان باید د امریکا او ایران د روانې شخړې برخه ونه ګرځول شي.

فیدان د ترکیې NTV تلویزیون سره په مرکه کې د سعودي عربستان پر خاوره د بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د دغه هېواد حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او زیربناوې باید خوندي پاتې شي.

هغه ویلي، ترکیه نه مني چې د سعودي عربستان پر ضد اقدامات دې د امریکا او ایران د شخړې له بهیر سره وتړل شي، ځکه د نوموړي په وینا ریاض نه غواړي په دې لانجه کې ښکېل شي.

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر همداراز د انرژۍ پر زیربناوو د بریدونو د اغېزو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د روسیې او اوکراین جګړې کې د انرژۍ د لېږد خنډونو ښودلې چې دا ډول ستونزې پر هغو هېوادونو سخت اغېز کوي چې پر وارداتي انرژۍ تکیه لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here