د غزې د پوهنې وزارت په داسې حال کې د ښوونیزو بنسټونو د ساتنې غوښتنه کړې چې د دې سیمې زرګونه ماشومان بېرته ښوونځیو ته ستانه شوي دي.
د غزې د پوهنې وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په غزه کې جګړه سمدستي ودروي او د ښوونیزو بنسټونو او د پوهنې د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د شنبې په ورځ د نوي ښوونیز کال له پیل سره شاوخوا ۵ لکه زده کوونکو زده کړې بیا پیل کړې دي.
ډېری ماشومان په ښوونځیو او ځینو موقتي درسي ځایونو کې خپلو ټولګیو ته حاضر شوي دي.
د غزې د پوهنې وزارت ویلي، د جګړې له امله د سیمې ښوونیز نظام له سختو ستونزو سره مخ شوی او د زدهکوونکو او ښوونیزو مرکزونو ساتنه اړینه ده.

