د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سعودي عربستان ته د ۴۸ اف–۳۵ جنګي الوتکو د پلورلو احتمالي طرحه تایید کړې ده. د رویټرز د راپور له مخې، د دې معاملې ټولیز ارزښت شاوخوا ۲۴.۳ میلیارد ډالره اټکل شوی دی.
په وړاندیز شوې پوځي بسته کې د الوتکو ترڅنګ د الوتکو انجنونه، مخابراتي تجهیزات، اضافي وسایل او د تخنیکي ملاتړ خدمات هم شامل دي.
دغه معامله به د ارزونې او تایید لپاره د امریکا کانګرس ته هم وړاندې شي.
که دا قرارداد وروستی شي، سعودي عربستان به د اف–۳۵ پرمختللو جنګي الوتکو د ترلاسه کولو له هغو هېوادونو شي چې د امریکا دغه ډول پټه او پرمختللې ټکنالوژي کاروي.
له رادار د پټېدو، پرمختللو سنسرونو او څو اړخیزو پوځي عملیاتو د وړتیا له امله د اف–۳۵ الوتکې د نړۍ له پرمختللو جنګي الوتکو ګڼل کېږي.
په واشنګټن کې د سعودي عربستان سفارت د دې اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه معامله به د ریاض او واشنګټن دفاعي اړیکې لا پیاوړې کړي.

