افغان کډوال په بېلابېلو هېوادونو کې له زیاتېدونکو فشارونو او محدودیتونو سره مخ دي.
د بشري حقونو د بنسټونو د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په ایران کې لږ تر لږه ۲۰ افغانان اعدام شوي دي.
یادو بنسټونو د دغو کسانو د قضايي دوسیو د څېړنې پر بهیر او د عادلانه محاکمې پر نه شتون اندېښنه څرګنده کړې ده.
په ورته وخت، امریکا لسګونه کډوال د درېیم هېواد د تګلارې له مخې افریقایي هېوادونو ته لېږلي دي.
په وروستۍ پېښه مورد کې ۱۲ افغانان د مرکزي افریقا جمهوریت ته لېږدول شوي؛ په دوی کې داسې یو افغان ځوان هم شامل دی چې د امریکا یوې محکمې له دې وړاندې افغانستان ته د هغه د ستنولو مخه نیولې وه.
د دغو پېښو له امله د افغان کډوالو د خوندیتوب، قانوني حقونو او راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

