د خبریالانو د حقونو په اړه د اندېښنو په دوام، د افغان خبریال بشیر هاتف زوی عبدالله هاتف، چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په کابل کې ورک شوی و، مړی یې د یکشنبې په ورځ خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
د راپورونو له مخې، عبدالله هاتف د زمري میاشتې په ۲۶مه د کابل ښار د میوند په سړک نادرکه شوی و او له هماغې ورځې یې ګرځنده ټیلیفون هم له لاسرسي وتلی و. د هغه د ورکېدو لامل او د مړینې څرنګوالی تر اوسه روښانه نه دی.
عبدالله هاتف د افغان خبریال او د رسنیو د فعال بشیر هاتف زوی و. بشیر هاتف هم شاوخوا یو کال د طالبانو په زندان کې له بند تېرولو وروسته د زمري میاشتې په لومړیو کې خوشې شو.

