یکشنبه, اگست 30, 2026
Homeافغانستانذبیح‌الله مجاهد پوهنتونونو کې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځیو لغوه...

ذبیح‌الله مجاهد پوهنتونونو کې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځیو لغوه کولو اوازې رد کړې

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن په یو خبري کنفرانس کې په پوهنتونونو کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو لغوه کولو اوازې رد کړې.

مجاهد همداراز پسې زیاته کړه چې په دولتي پوهنتونونو کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو ته پاملرنه زیاته شوې خو دا چې کېدی شي په خصوصي پوهنتونونو کې یاد پوهنځني ډېر پیاوړي نه وي نو ښایي دا اوازې یې په اړه صدق وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې ځینو رسنیو د طالبانو حکومت له لوري د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځیو لغوه کولو راپورونه ورکړي وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here