د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، د طالبانو درې کسیز پلاوی د چهارشنبې په ورځ په یوه پټ سفر د جرمني پلازمېنې برلین ته تللی دی.
راپورونه وايي، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هم د طالبانو د پلاوي سفر تایید کړی او څرګنده کړې یې ده چې د دې سفر یوه مهمه موخه له جرمني افغانستان ته د نورو افغانانو د ایستلو د همغږۍ او ترتیباتو اړوند ده.
جرمني په وروستیو میاشتو کې افغانستان ته د افغانانو د ستنولو بهیر چټک کړی دی. د راپورونو له مخې، د اګست په ۲۵مه هم ۲۳ افغان نارینه له لایپزیګ هوایي ډګر په چارټر الوتکه کې کابل ته ستانه کړل شول.
د طالبانو او جرمني ترمنځ دا ډول اړیکې په داسې حال کې زیاتې شوي چې برلین لا هم طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني، خو د افغانانو د ایستلو او کونسلي چارو په تړاو ورسره عملي همکارۍ کوي.

