د امریکا پخوانۍ ډیپلوماټه لورل میلر او د نړیوال بحران ډلې پخوانی شنونکی ګریم سمیت وايي، د افغانستان د جګړې له یاده ایستلو د امریکا د شلو کلونو پوځي حضور د پرېکړو او تېروتنو ارزونه ستونزمنه کړې ده.
دوی د «فارن افرز» په «افغانستان وروسته له امریکا» پادکست کې ویلي، واشنګټن د دوو لسیزو پر مهال د افغانستان له پخواني حکومت سره پراخ مالي او بشري ملاتړ وکړ، افغان امنیتي ځواکونه یې جوړ کړل او د ترهګرۍ ضد عملیات یې ترسره کړل؛ خو د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان په چټکۍ سره د واشنګټن د بهرني سیاست له لومړیتوبونو ووت.

