جمعه, اگست 28, 2026
Homeافغانستاند افغانستان د تعلیمي بنسټونو پر وړاندې د پاکستان نااعلان شوې جګړه؛...

د افغانستان د تعلیمي بنسټونو پر وړاندې د پاکستان نااعلان شوې جګړه؛ د افغانستان اسناد نه مني

پاکستاني رسنیو د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په پاکستان کې به له دې وروسته د افغانستان د تعلیمي بنسټونو له خوا تحصیلي اسناد د حکومتي او خصوصي ادارو له لوري د استخدام لپاره ونه منل شي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان د لوړو زده‌کړو کمېسیون (HEC) به هم د افغانستان د پوهنتونونو او نورو تعلیمي بنسټونو اسناد نه تاییدوي او نه به یې تصدیق کوي.

دا اقدام په داسې حال کې راپور کېږي چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PM&DC) هم تر دې وړاندې ویلي وو، چې د افغانستان د طبي پوهنتونونو فارغان د پاکستان د ملي ثبتونې ازموینې (NRE) لپاره د ګډون شرایط نه پوره کوي او نه به د ډاکټر په توګه د کار کولو اجازه ولري.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه پرېکړې په ځانګړي ډول هغه پاکستاني زده‌کړیالان اغېزمنولای شي چې په افغانستان کې لوړې زده‌کړې کوي؛ ډېری یې د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي دي او د ټیټ لګښت، جغرافیایي نږدېوالي او په پاکستان کې د محدودو تحصیلي فرصتونو له امله افغانستان ته د زده‌کړو لپاره تللي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱،۳۰۰ پاکستانی زده‌کړیالان اوس مهال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پر لوړو زده‌کړو بوخت دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here