د طالبانو د حکومت د بدخشان امنیه قوماندان عبدالبصیر مظهري وایي، د «اسلامي امارت» وسلهوال مخالفان ښایي د شاهسلیم کوتل له لارې بدخشان ته د ننوتلو او د افغانستان شمالختیځو ولایتونو ته د ناامنۍ د پراخولو هڅه وکړي.
مظهري ادعا کړې چې د پاکستان د چترال په سیمه کې د اسلامي امارت د مخالفانو لپاره پناهځایونه او روزنیز مرکزونه جوړ شوي دي.
نوموړي ویلي، اوس مهال د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې د پام وړ امنیتي ستونزې نشته، خو د دوی امنیتي ځواکونه د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې د چمتووالي په حالت کې دي.
تر دې وړاندې هم د بدخشان په سرحدي سیمو کې د وسلهوالو د تګ راتګ او نښتو راپورونه ورکړل شوي وو.

