پنجشنبه, اگست 27, 2026
Homeافغانستاند کابل د ابي‌ګېټ برید په اړه نوي محرم اسناد موندل شوي

د کابل د ابي‌ګېټ برید په اړه نوي محرم اسناد موندل شوي

د امریکا د جګړې وزارت وايي، د ۲۰۲۱ز کال د کابل هوايي ډګر د ابي‌ګېټ خونړي برید په اړه روانو څېړنو کې نوي محرم اسناد موندل شوي دي.

د وزارت په وینا، دغه اسناد تر دې مخکې نه وو موندل شوي او اوس یې د ځانګړې ارزونې یوه کمېټه څېړي.

تمه کېږي اسناد د برید د څرنګوالي او د هغه مهال د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه نوي معلومات په ډاګه کړي.

د ابي‌ګېټ په برید کې، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه ترسره شو، ۱۳ امریکايي سرتېري او له ۱۷۰ ډېر افغان ملکي وګړي ووژل شول.

د برید مسوولیت هغه وخت د داعش خراسان ډلې منلی و.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here