پنجشنبه, اگست 27, 2026
Homeافغانستانپاکستان: له افغانستان سره د خبرو لپاره چمتو یو، خو عملي اقدامات...

پاکستان: له افغانستان سره د خبرو لپاره چمتو یو، خو عملي اقدامات غواړو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وايي، اسلام‌اباد له افغانستان سره د دولت-پر-دولت خبرو اترو ته چمتو دی، خو د هر ډول خبرو د میکانیزم دوام به د عملي اقداماتو له ترسره کېدو سره تړاو ولري.

اندرابي د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د وسله‌والو ډلو د ستونزې د حل لپاره یې د خبرو اترو د یوه میکانیزم د جوړولو وړاندیز کړی، ویلي چې یوازې ژمنې د پاکستان لپاره بسنه نه کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې د خبرو اترو د پیل لپاره باید د طالبانو حکومت ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره نه کارول کېږي.

پاکستان له دې وړاندې هم ټینګار کړی چې له افغانستانه د خپلو امنیتي اندېښنو د حل لپاره عملي او د باور وړ تضمینونه غواړي.

خو هم مهاله طالبانو په ځلونو ویلي چې د هیچا پر ضد افغان خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here