د افغانستان د عدلیې پخوانی وزیر فضلاحمد معنوي وايي، طالبان یوازې د فشار او ځواک پر وړاندې شاتګ کوي او د دې ډلې له اوسني چلند داسې ښکاري چې مقاومت لا هم د طالبانو پر وړاندې د مبارزې یوازنۍ لار ده.
معنوي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، هغه کسان چې د طالبانو د چلند د بدلېدو هیله یې لرله، اوس ناهیلي شوي دي.
نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو د سیاستونو له دوام سره، د دې ډلې پر وړاندې د مقاومت اړتیا لا هم پر خپل ځای ده.

