د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، د جګړو او تاوتریخوالي پر مهال باید د ماشومانو حقونه له پامه ونه غورځول شي او د هغوی خوندیتوب د ټولو لورو مسوولیت دی.
یونیسف ویلي، په منځني ختیځ کې روان تاوتریخوالي د ماشومانو حقونه له جدي ګواښ سره مخ کړي دي او ټینګار یې کړی چې «د جګړې په پیل سره د ماشومانو حقونه نه درېږي.»
په ورته وخت، یونیسف نن په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخ پر زیاتېدونکي بحران په اړه هم خبرداری ورکړی.
د دې سازمات په وینا، ۳.۷ میلیونه افغان ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخ دي او نږدې یو میلیون یې له ژوند ګواښوونکې شدیدې خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي.

