د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، جاکارتا د افغانستان د نړیوالې ټولنې سره د بیا یوځای کېدو له هڅو ملاتړ کوي.
نوموړي ټینګار کړی چې اندونیزیا غواړي د افغانستان د بیا ادغام او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
دا دریځ په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان د بیا ادغام موضوع د ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو په وروستیو بحثونو کې هم مطرح شوې ده.

