ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیبالله رحیمي وايي، نن سهار د جلالاباد ښار او شاوخوا سیمو کې د زلزلې له امله ۱۵ کسان ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، ټپیان د جلالاباد ښار، بهسودو، ښېوې او نږدې ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، د نننۍ زلزلې شدت ۴.۹ درجې و او ټکانونه یې په کابل او د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې هم احساس شوي دي.

