نن د وږي ۳مه د اګسټ ۲۵مه او د سپوږمیز کال د ربیع الاول میاشتې ۱۲مې نېټه ده چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد ص د زېږېدو له ورځې سره سمون خوري.
د دغې ورځې په مناسبت په عراق، لیبیا او مراکش کې مسلمانانو ځانګړي مراسم ترسره کړل.
په یادو هېوادونو کې خلک د دعاو، اذکارو او نورو دیني غونډو په مراسمو کې راټول شول او د الله د رسول ص د ژوند او لارښوونو یادونه یې تازه کړل.
افغانستان هم د هغو اسلامي هېوادونو له ډلې دی چې د اسلام د وروستي ستر پیغمبر د زېږېدو ورځ په رسمي توګه نمانځي. سږکال په افغانستان کې د دغې ورځې په مناسبت هم د اګسټ ۲۶مه چې سبا د چهارشنبې له ورځې سره برابره ده، عمومي رخصتي اعلان شوې.
د ټولو اسلامي هېوادونو په ګڼو برخو کې د ربیعالاول د میاشتې په رارسېدو سره د ستر پیغمبر د زېږېدنې د ورځې په مناسبت دیني مراسم او د سیرتالنبي غونډې ترسره کېږي.

