نن سهار څه کم شپږ بجې ننګرهار او څېرمه ولایتونه نسبتاً زورورې زلزلې ولړزول.
د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، زلزله د رېښتر په کچه ۴.۹ درجو او د ځمکې په ۱۰ کیلومترۍ ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د جلال اباد ښار و.
تر اوسه د زلزلې له امله د احتمالي ځاني او مالي زیانونو په اړه کوم رسمي راپور نه دی ورکړل شوی.

