د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی کمال ناصري وايي، د هېواد د ملي او تاریخي څېرو په اړه باید د قوم، سیمې او سیاسي تړاو له مخې دوهګونی چلند ونه شي.
نوموړي په یوه لیکنه کې ویلي، ځینې کسان د هغو اشخاصو ستاینه کوي چې د دوی له سیمې یا قوم سره تړاو لري، که څه هم د ده په باور، په ناسمو او غیرقانوني کړنو تورن وي.
ناصري ادعا کړې چې هغه مهال چې دی د ولسي جرګې د فرهنګي، دیني، ښوونې او روزنې او لوړو زدهکړو د ګډ کمیسیون مشر و، د نښانونو او مډالونو د قانون طرحه ولسي جرګې ته وړاندې شوې وه. د نوموړي په وینا، په دې طرحه کې د ځینو تاریخي او سیاسي څېرو د نومونو د شاملولو وړاندیزونه هم مطرح شوي وو.
هغه د حبیبالله کلکاني، ملا محمد عمر، احمدشاه مسعود او ګلبدین حکمتیار په اړه د بېلابېلو دریځونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د ورته تاریخي او سیاسي څېرو په ارزونه کې باید یو شان معیارونه وکارول شي.
کمال ناصري ټینګار کړی چې که د یوې ډلې یا جریان یو کس د خپلو کړنو له امله ښه بلل کېږي، نو یوازې د قومي، سیمهییز یا سیاسي تړاو له امله باید د ورته کړنو لرونکی بل کس بد ونه ګڼل شي.
نوموړي په پای کې له ځوانانو غوښتي چې د هېواد د ملي او تاریخي مسایلو په اړه هوښیار واوسي او د ده په باور، د ملي ویاړونو د ساتنې لپاره باید د قانون حاکمیت او واحد معیارونه رعایت شي.

