چهارشنبه, اگست 26, 2026
Homeافغانستانذبیح‌الله مجاهد د لومړي ځل لپاره خپل اصلي نوم څرګند کړ

ذبیح‌الله مجاهد د لومړي ځل لپاره خپل اصلي نوم څرګند کړ

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له بي‌بي‌سي سره په یوه تازه مرکه کې د لومړي ځل لپاره په علني ډول ویلي چې اصلي نوم یې «طاهر شاه صدیقي» دی.

مجاهد په دې مرکه کې د ښځو د حقونو په اړه ویلي چې طالبان د شریعت په چوکاټ کې د ښځو د حقونو، د بیان د ازادۍ او نورو مسایلو رعایت ته ژمن دي.

نوموړي په دولتي ادارو کې د ښځو د کار په اړه ویلي چې په ځینو ادارو کې د ښځو حضور د ده په وینا د «مفاسدو» لامل کېدای شي او د هغوی عزت له پوښتنې سره مخ کولی شي.

د طالبانو ویاند د نجونو او ښځو د زده‌کړو په اړه هم ویلي چې دا موضوع لا تر اوسه تر څېړنې لاندې ده او د حل لپاره یې د طالبانو په وینا، «د شریعت پر بنسټ حل‌لارې» ته اړتیا ده.

طاهر شاه اوسني ذبیح الله له شلو کلونو راهیسې له رسنیو سره د «ذبیح‌الله مجاهد» په نوم اړیکې نیولې او په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغه نوم په کارولو سره مشهور شو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here