جمعه, اگست 21, 2026
Homeافغانستاند مقاومت جبهې په نوم ډله:په بغلان کې مو په یو برید...

د مقاومت جبهې په نوم ډله:په بغلان کې مو په یو برید کې درې طالبانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د مقاومت جبهې په نوم ډلې ادعا کړې چې د دوی جنګیالیو د بغلان ولایت د ګذرګاه نور ولسوالۍ په مرکز راکټي برید کړی چې په پایله کې یې یو طالب سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

دغې ډلې ویلي، برید تېره شپه شاوخوا ۹ بجې ترسره شوی او له برید وروسته یې جنګیالي خپلو مورچلو ته ستانه شوي دي.

د مقاومت جبهې په وینا، په بېلابېلو سیمو کې یې د طالبانو پر وړاندې هدفمند بریدونه دوام لري.

د طالبانو د حکومت امنیتي ادارو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here