جمعه, اگست 21, 2026
Homeافغانستانحامد کرزی: د نجونو زده‌کړې د طالبانو د مشروعیت لپاره مهم شرط...

حامد کرزی: د نجونو زده‌کړې د طالبانو د مشروعیت لپاره مهم شرط دی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، طالبان به تر هغې د نړیوال مشروعیت په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ وي، څو نجونو او ښځو ته د زده‌کړو او کار اجازه ورنه کړي.

کرزي له بلومبرګ سره په مرکه کې ویلي، له پیله تراوسه یې له طالب چارواکو سره په خبرو کې د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار پر اهمیت ټینګار کړی او په وینا یې، د طالبانو ګڼ چارواکي یې هم له دې دریځه خبر دي او ورسره موافق دي.

نوموړي زیاته کړې چې طالبان «رسمیت پېژندنه او مشروعیت په افغانستان کې د ځینو شرایطو د پوره کولو له لارې ترلاسه کولی شي» او نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه په پرله‌پسې ډول له طالبانو غواړي چې نجونې بېرته ښوونځیو ته او ښځې کار ته پرېږدي.

کرزي له پاکستانه هم غوښتي چې له افغانستان سره «متمدنې» اړیکې ولري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو د زیاتېدو پر ځای د اړیکو د ښه کولو هڅه وکړي.

نوموړي ویلي، نه غواړي د طالبانو له حکومت سره یوځای شي او غوره ګڼي چې د یوه عادي افغان وګړي په توګه له خپلې کورنۍ سره په افغانستان کې پاتې شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here